CRI Online

تبصره: د امريکا سياستوال د وبا په پلمه د نژاد سپکاوي لوبې کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-18 20:17:45

د امريکا د تيکساس ايالت د سان انټونيو ښاروال رون نيرينبرګ څو ورځې مخکې په اندېښنې سره دې ته اشاره وکړه چې د کوويد-۱۹ ويروس د خپرېدو په حال کې د ځېنو ملتونو او قومونو پر وړاندې د تربګنت او بغض خبرې زياتې شوي، نو د دغه ښار د پارلماني غړيو څو ورځې مخکې د نژاد سپکاوي د مخنيوي لپاره يو پريکړه ليک تصويب کړ چې له مخې به يې د (چين ويروس) او ( کونفو ويروس) په شمول د ځانګړو قومونو او ځايونو په باب د سپکاوي کلمه نه کارول کېږي. په دغه پريکړه ليک کې پر دې ټينګار شوی چې د کوويد -۱۹ وبا د کوم ملت يا قوم لخوا نه ده خپره شوې، نو د نژاد سپکاوي کلمه لرونکې خبرې په امريکا کې د اسيا اوسيدونکو او پناه وړونکو پر ضد جرمونه پياوړې کوي.

د واشنګټن پوست ورځپاڼې څو ورځې مخکې د امريکا د ناروغيو د کنترول مرکز له قوله خبر ورکړ چې پر دغې ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر او د دغې ناروغۍ له امله د مړه شويو کسانو شمېر له لحاظه په امريکا کې د افريقايي اوسيدونکو په شمول د نورو پوستکي لرونکو کسانو ستونزې د نورو امريکايانو په پرتله لاسختې دي. د امريکا د ايډز ناروغۍ د څيړنې صندوق او د ايموري پوهنتون د رولينس عامې روغتيا پوهنځي د اپريل د منځنۍ لسيزې له يوې شمېرنې څخه نتيجه واخيسته چې په امريکا کې پر دغې ناروغۍ د افريقايي اوسيدونکو د اخته کېدو شمېر او مړه شويو شمېر په عمومي شمېرنو کې په جلا جلا توګه ٪۵۲ او ٪۵۸ نيسي، خو په امريکا کې د افريقايي اوسيدونکو شمېر په عمومي نفوس کې يوازې ٪۱۳ دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای