CRI Online

تدروس : اوس تر بل هر وخت د روغتيا يو لاپياوړی نړيوال سازمان ته ډېره اړتيا لرو

cri     (GMT+08:00) 2020-05-19 12:22:40

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس د مارچ په ۱۸ مه نېټه د روغتيا ۷۳ مې نړيوالې غونډې ته په وينا کې وويل چې په نړۍ کې پخوا هم د ځينو ناروغيو وباوې رامنځته شوې دي، خو د کوويد-۱۹ سږي ناروغي لومړنۍ وبا ده چې د کرونا ويروس له امله رامنځته شوې ده . دغې وبا نړيوال روغتيايي سيستم پرې کړی او د ايډز، ملاريا، تبرکلوز او ځينو نورو ساري ناروغيو د مخنيوي او څېړنې په برخه کې يې پرمختګونه له ګواښونو سره مخ کړي دي.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې د روغتيا نړيوال سازمان ډېرپخوا نړۍ ته د کوويد-۱۹ خطرزنګ وهلی، ډېرو هېوادونو ته يې تخنيکي لارښوونې او ستراتېژيک وړانديزونه کړي، څه باندې ۱۲۰ هېوادونو ته يې محافظتي مواد ورکړي، تر ۲۶ لکو ډېر طبي کارکوونکي يې روزلي او د واکسينونو د جوړولو لپاره يې هڅې کړې دي. نوموړي همدارنګه زياته کړه چې اوس د روغتيا په برخه کې پانګونې تر بل هر وخت ډېرې مهمې ښکاري او انسانان تر بل هر وخت يوې لاسالمې، امنې او عادلانه نړۍ او د روغتيا يو لاپياوړي نړيوال سازمان ته ډېره اړتيا لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای