CRI Online

د جنوبي سوډان د ولسمشر مرستيال پر کوويد-۱۹ اخته شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-05-19 13:37:43

د جنوبي سوډان د ولسمشر مرستيال مشار او د هغه مېرمن د مې په ۱۸ مه نېټه په يوه بيان کې وويل چې د کوويد -۱۹ ويروس د معاينې پايله يې مثبته راختلې ده.

برسيره پردې د نوموړي د دفتر د ځينو کارکوونکو او امنيت ساتونکو پايله هم مثبته ښکاري.

مشار په جنوبي سوډان کې د تر ټولو لوی مخالف ګوند پخوانی مشر دی او د روان کال د جنورۍ په ۲۲ مه نېټه يې د جنوبي سوډان د انتقالي حکومت د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه لوړه وکړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای