CRI Online

د چين د وارداتو ۳م نړيوال نندارتون به د نومبر له ۵ مې نېټې څخه تر ۱۰ مې نېټې پورې په شانګهای کې ترسره شي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-19 13:38:28

د چين د سوداګرۍ وزارت معين وانګ بينګ نان د مې په ۱۸ مه نېټه د دغه هېواد د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په خبري ناسته کې وويل چې د چين د وارداتو ۳م نړيوال نندارتون به د نومبر له ۵ مې نېټې څخه تر ۱۰ مې نېټې پورې په شانګهای کې ترسره شي او په دغه نندارتون کې د هغو غرفو مساحت چې د کارولو قراردادونه يې لاسليک شوي، د تېرې دورې د نندارتون په پرتله زيات شوي دي.

د ښاغلي وانګ په وينا، د چين د وارداتو د ۳م نړيوال نندارتون به د تېرو دوو تورو د نندارتونونو په څېر له ملي نندارتون، د تصديو او سوداګرۍ نندارتون او د " هونګ چياو" نړيوال اقتصادي فورم څخه عبارت وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای