د سويس، چين، فرانسې، جرمني او څو نورو هېوادونو مشرانو د مې په ۱۸ مه نېټه د روغتيا ۷۳ مې نړيوالې غونډې ته په ويناوو کې له نړيوالو څخه غوښتنه وکړه چې د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه کې دې د روغتيا نړيوال سازمان له رول څخه ملاتړ وکړي او په يووالي او ګډې همکارۍ سره دې د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه وکړي.
په دغه غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له وينا وروسته د دغې غونډې رئيس او د لاوس د روغتيا وزير بونکونګ سيهافونګ په خپلو خبرو کې وويل چې چين تل د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه کې د روغتيا نړيوال سارمان له لارښوونکي رول څخه ملاتړ کړی، هغه د رئيس شي جين پينګ له هغې نظريې سره يووالی وښود چې وايي د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه دې جوړه شي.
د افريقايي ټولنې نوبتي رئيس او د جنوبي افريقا ولسمشر رمافوسا دغې غونډې ته په وينا کې وويل چې جنوبي افريقا له روغتيا نړيوال سازمان څخه پوره ملاتړ او له هغه پلان سره مخالفت کوي چې د دې سازمان پر ځای د يو نوي نړيوال روغتيايي ارګان جوړول غواړي. نوموړي زياته کړه چې نړۍ يوازې د روغتيا نړيوال سازمان تر لارښوونې لاندې د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه کې بريا موندلای شي.افريقايي ټولنې د دغې وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره صندوق جوړ کړی او پدې سره به هڅه وکړي چې د افريقا د ناروغيو وقايوي مرکز د پياوړتيا لپاره پانګې راټولې کړي.
د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل په خپله وينا کې وويل چې هيڅ يو هېواد په يوازې ځان له دغه روغتيايي بحران څخه ځان نه شي ژغورلای،د روغتيا نړيوال سازمان په دغه برخه کې مهم رول لوبوي،بېلابېلې خواوې بايد د دغه سازمان له فعاليتونو سره همکارۍ وکړي او دوامدارې مالي مرستې دې ورسره وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |