CRI Online

نړيواله ټولنه د چين دوو غونډو ته سترګې پر لار ده چې د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا ته باور ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-19 16:23:16

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې دورې ملي کميټې ۳مه غونډه او د چين د ۱۳مې دورې د ملي ولسي کانګريس ۳مه غونډه به ژر پرانيستل شي. د ډېرو هېوادونو سياستوال او کارپوهان دې ته سترګې پر لار دي چې دغه غونډې به د پرمختګ په اړه نورې پاليسۍ خپارې کړي او د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا ته به باور ورکړي.

د روسيې د دوما مرستيال مشر پيوتر تولستوي وويل، د کوويدـ۱۹ ويروس ضد په مبارزه کې روسيې او چين يو له بل سره مرسته وکړه، دواړه هېوادونه ښه ملګري دي. موږ دې ته ډېره پاملرنه کوو چې چين به د دې ويروس له ښه کنټرول وروسته په يادو دوو غونډو کې د اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره څه تدبيرونه خپاره کړي، ځکه موږ هم دغسو تدبيرونو ته اړتيا لرو او د چين تجربې به زموږ لپاره ګټورې وي.

د جرمني د فيدرالي جرګې (Bundestag ) مرستيال مشر او د جرمني او چين ترمنځ د (( چيني پل )) مشر هانس پيتر فريدريچ وويل، د چين يادې دوې غونډې به د دې هېواد راتلونکي پرمختيايي تدبيرونه موږ ته معلوم کړي. د کوويدـ۱۹ويروس له مخنيوي وروسته تر ټولو مهم کار دا دی چې نړيوال اقتصاد بيا سمسور او وغواړېږي. سږکال تر ټولو د پام وړ خبر دا دی چې چين څنګه کولی شي، خپل اقتصاد بيا سمسور کړي او تدبيرونه به يې پر جرمني او اروپا څه اغېزې ولري.

د ايټاليې د ورېښمو نوې لارې پرمختګ د ټولنې مشر فرانسيسکو مارينګيو وويل، د چين د بېلابېلو ځايونو استازي کولی شي چې بيجينګ ته ولاړ شي او په يادو دوو غونډو کې ګډون وکړي، له دې څخه څرګندېږي چې په چين کې کوويد ـ۱۹ ويروس په ښه توګه کنټرول شوی دی. په دې وروستيو کلونو کې د چين پرمختګ د نړۍ د پام وړ دی او چين نه يوازې دغه ويروس کنټرول کړی، بلکې اقتصاد يې بريالی روان دی او پرمختګ کوي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای