CRI Online

فلسطين ټول هغه تړونونه لغوه کړل چې له امريکا او اسرائيلو سره يې لاسليک کړي دي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-20 10:00:30

سينهوا اژانس د مې په ۱۹مه نېټه له رام الله څخه خبر ورکړ چې د فلسطين ولسمشر محمود عباس د ۱۹مې نېټې په شپه اعلان وکړ چې فلسطين ټول هغه تړونونه لغوه کوي چې له امريکا او اسرائيلو سره يې لاسليک کړي دي.

اسرائيلو په دې وروستيو کې اعلان کړی چې د فلسطين نيول شوي ځايونه له خپلې خاورو سره الحاق کړي، د فلسطين د بېلا بېلو ګوندونو مشرانو په همدې شپه په دې باب يوه بيړنۍ غونډه تر سره کړه او د دې غونډې په پای کې عباس وويل، فلسطين به له همدې ورځې څخه ټول هغه تړونونه او د هغو تړونونو په باب مسئوليتونه، په تيره بيا امنيتي مسئوليتونه لغوه کړي چې له امريکا او اسرائيلو سره يې لاسليک کړي دي.

د اسرائيلو صدراعظم بنجېمين نيتانياهو د اپرېل په ۲۶مه نېټه اعلان وکړ چې اسرائيل به په وروستيو څو مياشتو کې د اردن سيند او د دې سيند په لوېديځې غاړې د يهودانو پر استوګنځايونو حاکميت ولري. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای