د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق امنيتي ځواکونو او پوليسو د مې په ۱۹مه نېټه په دياله او صلاح الدين ولايتونو کې د داعش د پاتې وسله والو پر ضد عمليات تر سره کړل او ۸ وسله وال يې ووژل.
د صلاح الدين ولايت يوه پولس محمد بازي د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، پوليسو په همدې ورځ د دې ولايت په لوېديځ کې د داعش پر يوې اډې بريد وکړ او ۴ وسله وال يې ووژل، د دياله ولايت يوه امنيتي چارواکي وويل، امنيتي ځواکونو د دې ولايت د مرکزي ښار په شاوخوا سيمه کې د وسله والو ۶ اډې ويجاړې کړې او ۴ وسله وال يې ووژل.
د ۲۰۱۷م کال په دسمبر مياشت کې، عراق د داعش پر ضد په مبارزه کې تاريخي بريا اعلان کړه، خو لا هم په عراق کې د داعش وسله وال شتون لري. په دې وروستيو کې، دوی د عراق په ځينو ځايونو کې بريدونه کړي، امنيتي ځواکونو هم د دوی پر ضد پوځي عمليات پياوړي کړي دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |