CRI Online

چيني او بهرني کارپوهان : بايد د غلودانو د برابرولو سيستم د ساتنې لپاره نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-20 10:07:40

د چين د ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د غلودانو پر امنيت او خوندتيابه باندې د کوويډ -۱۹ ويروس ناوړه اغېزه ډېر د پام وړ ده. چيني او بهرنيو کارپوهانو په دې وروستيو کې په ګډه سره غوښتنه وکړه چې نړيواله ټولنه دې بايد په دې برخه کې نړيوالې همکارۍ پياوړې او زياتې کړي، د حبوباتو، غلودانو په باب معلومات او تجربې شريکې کړي او د حبوباتو د برابرولو سيستم او امنيت وساتي.

د م م د غلودانو او کرنې سازمان د تازه شميرنې سره سم، په تيره اپرېل مياشت کې په نړۍ کې د حبوباتو بيه ډېره ټيټه شوې ده او دغه بيه په تيرو مسلسلو درېيو مياشتو کې ټيټه شوې ده. د خوارکونوپه اړه د نړيوالو تګلارو د څېړنيز انسټيټيوټ مشر جوهان سوينن دې ته اشاره وکړه چې پر کرنې د کوويډ -۱۹ ويروس اغيزه دومره سخته نه ده، خو د کرنې په اړه پر خدمتي مسلکونو اغېزه سخته ده. بېلا بېل هېوادونه دې د اوسنيو ستونزو د لېرې کولو لپاره نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي او اړوند معلومات دې شريک کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای