CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان به له کوويد۱۹ ويروس سره په مبارزه کې د نړيوالې همغږۍ لپاره د خپل ستراتيژيک رول لوبولو ته ادامه ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-20 11:01:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روغتيا نړيوال سازمان ۷۳مه ويډيويي غونډه د مې په ۱۹مه نېټه پای ته ورسيده. د دې سازمان عمومي مدير تدروس د دې غونډې د پای په مراسمو کې وويل چې دغه سازمان به له کوويد۱۹ ويروس سره په مبارزه کې د نړيوالې همغږۍ لپاره د خپل ستراتيژيک رول لوبولو ته ادامه ورکړي او د روغتيايي چارو په برخه کې له مختلفو هېوادونو څخه ملاتړ کوي.

نوموړي وويل چې د روغتيا نړيوال سازمان د نړيوالې روغتيا د پياوړتيا، د دې سازمان د رول د تر سره کولو او د انسانانو خونديتوب د ساتلو په موخه د هر ډول وړانديز هرکلی کوي او د پخوا په شان به په شفافه توګه د خپلو کارونو د تر سره کولو لپاره هڅې وکړي.

هغه له مختلفو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې له دې ويروس سره د مقابلې د چمتوالي کارونه په ښه توګه تر سره کړي تر څو بنسټيز روغتيايي خدمتونه په پراخه توګه تر سره کړي .(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای