CRI Online

د اروپايي ټولنې کميټې مشره: د کوويد۱۹ ويروس ضد واکسين بايد ټولو وګړو ته برابر شي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-20 11:01:45

د اروپايي ټولنې کميټې رئيسې ون ديرلين د مې په ۱۹مه نېټه په يوه ويډيويي وينا کې دې ته په اشارې سره وويل چې اروپايي ټولنې د روغتيا نړيوال سازمان له غوښتنې سره سم پر وخت د کوويد۱۹ ويروس ضد د واکسين د څېړنې لپاره پيسې راغونډې کړې چې هڅې به يې د دې واکسين د څېړنې لپاره ګټورې وي.

هغې په دې ويډيويي وينا کې وويل چې له کوويد ۱۹ ويروس سره مقابله د ټولو وګړو هڅو ته اړتيا لري، نو د دې ويروس ضد واکسين به عامه توليدات وي او بايد ټولو وګړو ته برابر شي. هغې وويل چې که دغه واکسين توليد شي، مونږ بايد په پراخه توګه د دې واکسين کارول تامين کړو.دغه واکسين د لږ شمېر شتمنو کسانو لپاره نه نه وي او بايد د يوه معمولي عامه توليداتو په توګه وړاندې شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای