د چين د دوو ملي جرګو د تر سره کېدو په درشل کې د چين ميډيا ګروپ د مۍ په ۱۹مه نېټه په لومړي ځل د 5G+8K تکنالوژۍ په کارولو سره په ژوندۍ بڼه مالومات خپاره کړل او خپرونه يې په ګړندۍ توګه ايډيټ او جوړه کړه.
د چين ميډيا ګروپ په همدې ورځ د 5G+4K/8K+AI په شمول د رسنيو د نوښتي کارونې په اړه د اوونيز فعاليت د پرانيستلو مراسم ترسره کړل. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د اطلاعاتو او نشراتو څانګې مشر او د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ، مرستيالانو يان شياو مينګ، جيانګ شي وې او د چين تليکم، د چين موبايل او د چين يونيکم دريو شرکتونو مسئولينو په دغو مراسمو کې ګډون کړی و. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |