د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وزير سيرګي ريابکوف د می په ۱۹مه نېټه وويل چې د روغتيا نړيوال سازمان د سياسي موخو لپاره نه کارول کېږي.
ښاغلي ريابکوف په همدې ورځ په يوه ويډيويي غونډه کې وويل، روسيه د کوويد-۱۹ ناروغۍ عنوان له سياسي کېدو سره مخالفت کوي. روسيه به د اوسنۍ مسئلې د حل اغېزناکه لايحه پيدا کړي، د روغتيا نړيوال سازمان رول د لا ټينګولو لپاره به کوښښونه وکړي چې دغه سازمان د سياسي موخو په توګه له کارېدو څخه مخنيوی وشي.
نوموړي وويل، د روغتيا نړيوال سازمان د کوويد-۱۹ ناروغۍ ضد د نړيوالې مبارزې له همکارۍ پرته د نورو هېڅ موخو لپاره نه کارول کېږي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |