CRI Online

د ټونګ (The Lancet) مجلې مسئول مدير : د روغتيا نړيوال سازمان ته د ټرمپ پيغام د حقيقت خلاف دی

cri     (GMT+08:00) 2020-05-20 12:28:18

ټرمپ د روغتيا نړيوال سازمان ته په ليږل شوي ليکلي پيغام کې ويلي چې د امريکا د حکومت لخوا په خپور شوي څېړنيز راپور کې پيدا شوې چې د روغتيا نړيوال سازمان د ټونګ (The Lancet) په ګډون د ځينيو سازمانونو معلوماتو ته پام نه دی کړی او له دغو مالوماتو څخه څرګندېږي، ښايي د ۲۰۱۹م کال د دسمبر په لومړيو ورځو او يا آن نژدې هم وختي د چين په وو هان کې د کوويډ-۱۹ ويرويس خپور شو.

خو د ټونګ مجلې مسئول مدير ريجارډ هورتون په دې اړه وويل، چې د ټرمپ خبرې د واقعيتونو خلاف دي. د ۲۰۱۹م کال د دسمبر په لومړيو ورځو کې په دې مجله کې ياد معلومات يا خبرونه نه دي خپاره شوي. په دې مجله کې د کوويډ-۱۹ ويروس په باب لومړی راپور د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ په ۲۴مه نېټه خپور شو. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای