CRI Online

د چين دوه مهمې جرګې به نړيوالو ته باور او هيلې ور کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-20 14:53:19

 د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې دورې ملي کميټې درېيمه غونډه او د چين د ديارلسمې دورې ملي کانګرس درېيمه غونډه يعنې د چين دوه ملي جرګې به په جلا جلا توګه د مې په ۲۱مه او ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شي. که څه هم يادې دواړه جرګې د هر کال په مارچ کې تر سره کيږي، خو د چين د سياسي ژوند د يو ستر کار په توګه دواړه جرګې ځنډول شوې، خو اوس مهمه دا ده چې دواړه جرګې به ژر تر سره شي.

 اوس مهال په چين کې اقتصادي چارې او د خلکو ژوند ګام په ګام اعاده شوی او د کوويد۱۹ ويروس د مخنيوي او کنټرول کارونه په عادي توګه روان دي. د چين د دوو جرګو تر سره کېدل نه يوازې د چينايانو لپاره د خوشحالۍ وړ خبر دی بلکې نړيوالو ته به هم باور او هيلې ورکړي. که په چين کې له کوويد۱۹ ويروس سره په مبارزه کې پړاوييزې لاسته راوړنې نه وای تر لاسه شوې، نو ښايي د يادو دوو جرګو د تر سره کېدو وخت هم نه وای ټاکل شوی، که د چين په بېلا بېلو ځايونو کې توليدي چارې نه واې پيل شوې او اقتصادي او ټولنيز ژوند په منظم ډول نه وای اعاده شوی، نو اوس به دا امکان نه و چې يادې جرګې تر سره شي. د چين د دوو جرګو له جوړېدو څخه هغه نښه نښانې ښکاري چې په دغه هېواد کې د کوويد ۱۹ ويروس ساري ناروغي کنټرول شوې او د چينايانو ژوند د اعاده کېدو په حال کې دی.که چين په دې مبارزه کې پړاوييزې لاسته راوړنې تر لاسه کړي، نو نور هېوادونه به هم هرو مرو په دې برخه کې ښې پايلې تر لاسه کړي او وروستۍ بريا به ومومي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای