CRI Online

شي جين پينګ له بېوزلۍ څخه د ماو نان قوم د وتلو او د ښه ژوند پر لوري د چټکو ګامونو د پورته کولو مهم هدايت وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-05-20 14:58:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسيون مشر شي جين پينګ په دې وروستيو کې له بېوزلۍ څخه د ماونان قوم د خلکو د وتلو او د ښه ژوند پر لوري د چټکو ګامونو د پورته کولو مهم هدايت وکړ او و يې ويل، چې ډېر خوشحال يم چې د ماو نان قوم خلک له بېوزلۍ څخه د وتلو موخې ته رسيدلي او د دوی ژوند ډېر ښه شوی دی. په چين کې ټول قومونه د هراړخيزې شتمنې ټولنې په ابادۍ کې برخمن دي. له تېرو څو کلونو راهيسې زيات ملي لږکي يو پر بل پسې له بېوزلۍ څخه وتلي دي چې دا د بېوزلۍ د له منځه وړلو په چارو کې مهمه لاسته راوړنه ده. نوموړي هيله وښوده چې دغه کليوال د دغه نوي مبدأ په اساس د لا ښه ژوند په لوري چټک ګامونه پورته کړي او کوښښونو ته دوام ورکړي.

ماو نان قوم د چين له هغو ۲۸ ملي لږکيو څخه دی چې نفوس يې کم دی. د ګوانګ شي د جوانګ قوم کورواکې سيمې هوان جيانګ ولسوالي د بېوزلۍ د له منځه وړلو په کارونو کې مهم هدف او په چين کې د ماو نان قوم يوازينۍ کورواکه ولسوالي ده. د ۲۰۲۰ کال په مۍ مياشت کې نوموړې ولسوالي د بېوزليو ولسواليو له لېست څخه وتلی دی. په هېواد کې د دغه قوم د ټولو خلکو د وضعيت له مخې، دغه قوم په پوره توګه له بېوزلۍ څخه ووتله. د هوان جيانګ ولسوالۍ د ماو نان قوم خلکو استازي شي جين پينګ ته د يو پيغام په ليږلو سره د ځايي خلکو د خوشحالۍ او د خپل کور د ابادۍ ټينګه اراده څرګنده کړې ده.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای