CRI Online

د روغتيا د۷۳ مې نړيوالې غونډې ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د وينا په اړه د نړيوالې ټولنې غبرګونونه

cri     (GMT+08:00) 2020-05-20 15:09:53

د چين د دولت رئيس شی جين پينګ د مې په ۱۸ مه نېټه د روغتيا د ۷۳ مې نړيوالې غونډې پرانيستونکو مراسمو ته د وينا پر مهال وويل چې انسانان ګډ برخليک لري او يووالی او همکارۍ د کرونا وبا پر وړاندې په روانه مبارزې کې د بريا موندلو لپاره تر ټولو قوي وسيله ده، نوموړي وړانديز وکړ چې د روغتيا نړيوال سازمان دې په دغه مبارزه کې لارښوونکی رول ولوبوي او نړيواله ټولنه دې د دغه سازمان له رول څخه زيات سياسي او مالي ملاتړ وکړي.

د روغتيا د ۷۲ مې نړيوالې غونډې رئيس او د لاوس د روغتيا وزير بونکونګ سيهاونګ په خپله وينا کې د رئيس شي وينا تشويق کوونکې وبلله او ويې ويل چې چين د کرونا وبا پر وړاندې روانه مبارزه کې پرمختګونه ترلاسه کړي دي. چين نه يوازې په خپل هېواد کې دغه وبا کنترول کړې ، بلکې له نورو سره يې هم د دغې وبا د وقايې او کنترول په برخه کې خپلې تجربې شريکې کړي او مرستې يې هم ورسره کړې دي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل چې د پرمختيايي هېوادونو، په تېره بيا د افريقايي هېوادونو روغتيايي سيستم ډېر کمزوری دی، نو له کرونا وبا سره د نړيوالې مبارزې په بهير کې دې له دغو هېوادونو سره مرستې ته لومړيتوب ورکړل شي. د اسيا په چارو کې د مصر د بهرنيو چارو د وزير مرستيال هاني سليم وويل، چې هغه څه چې چين د نړيوالو لپاره وکړل، د يوه مسوليت منونکي هېواد کار دی. له هغه وخته چې د کرونا وبا ټوله نړۍ له سختو ننګونو سره مخ کړې، چين له نورو هېوادونو سره همکارۍ کړي او دا د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې نظريه يې وړاندې کړې ده.

د سعودي عربستان سياست پوه او په چين کې د سعودي عربستان پخواني کلتوري مستشار صالح ساعزي وايي، رئيس شي په خپله وينا کې ويلي چې چين به د شلو هېوادونو ګروپ له غړو سره يوځای له هغو هېوادونو څخه زيات ملاتړ وکړي چې د کرونا وبا له امله تر ټولو ډېر ځپل شوي دي. زما په اند، د ده دغه نظريه له يادو هېوادونو سره د اقتصادي ودې د بېرته عادي او ښه کېدو په برخه کې ډېره مرسته وکړي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې اعلان وکړ چې چين به له م م سره په ګډه په چين کې د بشري مرستو يو نړيوال ګدام او مرکز جوړ کړي، د کرونا وبا پر وړاندې به د مبارزې لپاره د اړينو توکو د اکمالاتي ځنځير د تضمينولو هڅې وکړي او د دغو توکو د باربارۍ او د ګمرک کليرنس يا د چکونو او اسنادو د تصفيې لپاره به ځانګړی دهليز جوړ کړي.

د استراليا د اسيا او ارام سمندر خبري اژانس عمومي مدير مارکوس ريوبنستېن پدې اړه وويل چې د توکو د اکمالاتي ځنځير تضمينول له کرونا وبا سره د نړيوالې مبارزې لپاره ډېر مهم دي. چين په دې برخه کې په ښه توګه کارونه ترسره کړي، نړيواله ټولنه هم بايد ورته کړنې پيل کړي، نړيوالې همکارۍ دې وکړي او په نړيواله سوداګرۍ کې دې د يو اغېزمن اکمالاتي ځنځير د جوړولو لپاره هڅې وکړي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې د کرونا وبا پرضد د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا په اړه وړانديز وکړ چې نړيواله ټولنه دې په ګډې همکارۍ د بېلابېلو هېوادونو د خلکو ژوند او روغتيا او د انسانانو ګډ کور يا ځمکنۍ کره وساتي، د انسانانو ګډه روغتيايي ټولنه دې جوړه کړي او د نړيوالې روغتيا او صحت اداره دې پياوړې کړي.

د بريټانيې د اوکسفورد پوهنتون د چين مرکز مدير رينا ميټر پدې اړه وويل چې دغه نظريه چې وايي انسانان د روغتيا او صحت په برخه کې ګډ برخليک لري، ډېره مهمه ده. موږ بايد دا درک وکړو چې دغه وبا هيڅ يو هېواد په يوازې ځان نه له منځه نه شي وړلی، حل يې د ټولې نړۍ د ساينس پوهانو ، کارپوهانو ان د ټولو هېوادونو هڅو ته اړتيا لري.

د تايلند د چولالونګکورن پوهنتون د اسيان انسټيټيوټ رئيس بيټي وويل، چې رئيس شي په خپله وينا کې يادونه کړې چې د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا د بېلابېلو هېوادونو ګډو همکاريو ته اړتيا لري. چين به په خپل هېواد کې د کوويد -۱۹ ضد واکسين له جوړېدو او استعمالېدو وروسته دغه واکسين د يوه نړيوال عامه تولید په توګه بدل کړي، په پله ژبه هر څوک د دغه واکسین د کارولو حق لري. زما په اند دا به د کوويد-۱۹ له امله له ځپلو کسانو سره ډېرې مرستې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای