۴۷ کلن ګو جون شيان د چين د شان شي ولايت د پينګ شون ولسوالۍاوسېدونکی دی. نوموړی په ماشومتوب کې د يوې پېښې له امله پر يوې پښې يې معيوب شو، د ده چارې يې محدودې دي او د ده پلار هم ناروغ دی او هم د نوموړي پر غاړه د درملنې د لګښتونو دروند بار پروت دی. هغه په ۲۰۱۱ کال کې د خپلوانو په مرستو يوه وزه واخيسته او ګام په ګام يې لسګونه پسونه وروزل.
د ځايي حکومت چارواکو د ګو جون شيان د مشخص حالت په اساس نوموړي ته مرستندويه تګلاره وروپېژنده او هغه يې وهڅاوه چې د پسونو شمېر زيات کړي. د ۲۰۱۹ کال تر پايه پورې نوموړي څه باندې ۱۲۰ پسونه درلودل. له بېوزليو سره د روغتيا د مرستندويه تګلارې له امله د ده پر اوږه لګښتونه سپک شوي دي. په ۲۰۱۹ کال کې د پسونو له روزلو څخه د ګټې او نورو مرستو په شمول د نوموړي د کور عايدات تر ۲۰ زرو يوانو يعنې ۲ زره او ۸۰۰ امريکايي ډالرو زيات شوي او په بريالۍ توګه له بېوزلۍ څخه وتلی دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |