CRI Online

سره له دې چې چين د کوويدـ۱۹ ويروس څپې وواهه، خو بيا هم اقتصاد يې په چټکۍ غوړېږي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-20 20:40:26

په ۲۰۲۰ کال کې د چين د ۲ ملي مجلسونو کلنۍ غونډې به ژر پرانيستل شي. اوس په نړۍ کې کوويدـ۱۹ ويروس سخت خپرېږي، پر نړيوال تجارت لوی فشار پروت دی او مالي بازار هم په خړپړ حالت کې روان دی. په داسې حالت کې به چين څنګه ياد ويروس کنټرول کړي او اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ته به وده ورکړي؟ نړيواله ټولنه دې ته ډېره پاملرنه کوي.

چين په دې وروستيو دوو مياشتو کې يو لړ اقتصادي شمېرې خپرې کړې، چې له مخې يې د دې هېواد اقتصاد په چټکه توګه بيا سمسورېږي. د چين د صنعتونو بنسټ، توان او د کار ځواک لا په ښه توګه ساتل شوی، د دې تر څنګ، دغه هېواد اوس اصلاحاتو او ورخلاصون ژوروي او نوښت ته وده ورکوي او په دوامدار ډول اقتصاد ته قوه ورکوي.

چين باور لري چې خپل هر قدم به يې څه نه څه د نورو هېوادونو لپاره ګټورې تجربې برابرې کړي او د نړيوال اقتصاد د بيا رغونې لپاره به خدمت وکړي. د بريتانيا د دورهان پوهنتون د فاينانس استاد ګوه جې وويل، د چين د يادو دوو غونډو پرېکړه ليکونه به د دې هېواد د اقتصاد راتلونکی تمايل معلوم کړي، د نړيوال اقتصاد پر وضعې به نوره هم اغېزه ولګوي، دا د نړيوال اقتصاد د بيا رغونې لپاره ډېر کليدی دی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای