CRI Online

د امريکا سياستوال په دې پوهيږي او که نه چې د دروغ جوړولو له امله به په تاريخ کې خپل نوم بدنام ثبت کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-20 20:45:07

د امريکا ولسمشر د می په اتلسمه نېټه د ټولنيزې شبکې له لارې د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس ادهانوم ګيبريسوس ته ګواښ وکړ چې نوموړی سازمان بايد په ۳۰ ورځو کې د اصلي بڼې اصلاحات تر سره کړي، که نه امريکا به په دايمي توګه له دغه سازمان څخه پولي ملاتړ ختم کړي او له دې سازمان څخه وتل به په پام کې ونيسي.

د امريکا په کور دننه د کوويد-۱۹ ويروس د وقايې او کنترول کارونه ګډوډ او غير منظم دي، امريکايي سياستوال په دندو کې د بې غورۍ له پړې څخه په خلاصولو بوخت دي او پرله پسې دروغوله لارې غواړي، د چين، روغتيا نړيوال سازمان، اروپايي ټولنې او د خپلو سياسي دوښمنانو په شمول نورې خواوې بدنامې کړي. خو د امريکايي سياستوالو د ګڼ شمېر نندارو پر وړاندې نړيوال کتوونکي بېزاره دي او د دغو امريکايي سياستوالو خبرو ته پاملرنه نه کوي.

د بېلګې په توګه، د امريکايي سياستوالو په قول چين د کوويد-۱۹ ويروس وبا په اړه معلومات پټ کړي. د امريکا د ناروغيو کنترول مرکز مدير روبرټ ريدفيلډ څو ورځې مخکې د دغه هېواد د پارلمان د ګواهي اورېدلو په يوه غونډه کې وويل، چې نوموړي سازمان د جنورۍ په ۲مه نېټه د چين د ناروغيو کنترول له مرکز سره اړيکې نيولې او بحثونه يې ورسره کړي دي، چين د جنورۍ له ۳مې نېټې وروسته په په فعاله او منظمه توګه له امريکا سره اړوند معلومات شريک کړي، په فبرورۍ کې له چين څخه د روغتيا نړيوال سازمان د ليدنې په ډله کې ۲ امريکايي کارپوهان هم شامل وو.

ابراهام لينکن چې د امريکايانو د احترام وړ پخوانی ولسمشر و، ويلي چې تاسو ځينو کسانو ته دايمي دوکه ورکولی شئ او په يوه موده کې ټولو ته دوکه ورکولی شئ، خو تاسو په دايمي توګه ټولو کسانو ته دوکه نه شئ کولی. هيله لرو چې امريکايي سياستوال ژر ويښ شي او ژر تر ژره له دغه ويروس سره په روانه مبارزه کې له نړۍ سره لاس يو کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای