CRI Online

تدروس : د روغتيا د نړيوالې غونډې پرېکړه ليک پړاويز اهميت لري

cri     (GMT+08:00) 2020-05-21 09:51:28

سينهوا اژانس د مې په ۲۰مه نېټه له ژنيو څخه خبر ورکړ چې د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس ادهانوم ګيبريسوس په همدې ورځ وويل، د روغتيا د۷۲مې نړيوالې غونډې لخوا په تصويب شوي پرېکړه ليک کې د کوويډ- ۱۹ ويروس پر ضد نړيواله مبارزه کې د دغه سازمان په کليدي رول ټينګار شوی. دغه پرېکړه ليک پړاويز اهميت لري.

هغه په همدې ورځ په ويډيويي خبري ناسته کې وويل، ياد پرېکړه ليک د ويروس پر ضد مبارزه کې د کليدي عملياتو لپاره څرګنده نقشه برابره کړه، د روغتيا نړيوال سازمان او غړو هېوادونو ته يې دندې وټاکلې او د ياد سازمان دغه غوښتنه يې وستايله چې بايد هم حکومتونه او هم ټولې ټولنې دې د ويروس پر ضد مبارزه کې ګډون وکړي. هغه له غړو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې بايد په کوويډ -۱۹ ويروس اخته شويو کسانو ته د طبي خدمتونو او عامو وګړو ته د واکسينونو د برابرولو لپاره د خنډونو لېرې کولو په دې اړه کړې ژمنې عملي کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای