د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د می په ۲۰مه نېټه نوې شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې له چين پرته په ګرده نړۍ کې پر کوويدـ۱۹ ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۷۰۴۷۰۰ ته رسېدلی.
د دې سازمان د ورځني راپور له مخې، د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې تر ۱۰بجو پورې په ګرده نړۍ کې پر کوويدـ۱۹ ويروس د اخته کسانو شمېر د يوې ورځې مخکې په پرتله ۵۷۸۰۴ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۴۷۸۹۲۰۵ ته رسېدلی دی. د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر د يوې ورځې مخکې په پرتله ۲۶۲۱ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۳۱۸۷۸۹ ته رسېدلی دی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |