CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: تر اوسه د کوويدـ۱۹ ويروس له ۱۲۰ ډېر واکسينونه تر څېړنې لاندې دي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-21 10:19:11

د روغتيا نړيوال سازمان په ځايي وخت د می په ۲۰مه نېټه د کوويدـ۱۹ ويروس په اړه نوبتي مطبوعاتي غونډه تر سره کړه، د دې سازمان د بيړنيو روغتيايي چارو د تېکنالوژيو عمومي اداره کوونکې ماريا وان کيرخوي وويل، تر اوسه د کوويدـ۱۹ ويروس له ۱۲۰ څخه زيات کانديد واکسينونه د څېړنې په بهير کې دي، واقعاً شمېر يې زيات دی او يو څو تر بستريزو څېړنو لاندې دي.

نوموړي وويل، د واکسين څېړنه ډېر مهم کار دی، نو بايد د خونزيتوب او اغېزې معيار يې په پام کې ونيول شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای