CRI Online

نړيوال عامه افکار : د روغتيا نړيوال سازمان ته د ټرمپ لخوا پيغام لېږل ناسم عمل دی

cri     (GMT+08:00) 2020-05-21 10:46:35

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس د مې په شلمې نېټې وويل چې هغه د امريکا ولسمشر ټرمپ لخوا ليږل شوی پيغام تر لاسه کړ او د دې پيغام په اړه " څېړنه " روانه ده. هغه دې ته اشاره وکړه چې د روغتيا نړيوال سازمان کلنۍ بودجه له ۲ مليارډو او ۳۰۰ مليونو امريکايي ډالرو څخه زياته نه ده، يوازې د پرمختللي هېواد د يوه منځني روغتون له کلنۍ بودجې سره برابره ده. خو د دې سازمان کارونه د نړۍ په ټولو ځايونو کې روان دي. اوس د دې سازمان۸۰ سلنه پيسې د ځينو هېوادونو لخوا په وړيا ډول برابرې شوې دي، غړو هېوادونو يوازې ۲۰ سلنه پېسې برابرې کړې.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند عباس الموسوي په همدې ورځ د ياد وزارت په ويبپاڼه کې د يوې مقالې په خپرولو سره وويل، دغه پيغام د روغتيا د نړيوال سازمان مسلکي روحيې او خپلواکی ته زيان رسوي او په ناسم وخت کې رامنځته شوې ناکامه کړنه ده.

د برېتانيا د وارويک پوهنتون د قوانينو پوهنځي مرستيال استا‌ذ سريفا رسنيو ته وويل، دې او همکاران يې د ټرمپ پيغام ته ډېر حيران دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای