CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې دورې ملي کميټې دريېمې مطبوعاتي وياند: بېلا بېل هېوادونه بايد د کوويد ۱۹ وبا په وړاندې اتحاد او همکارۍ وساتي چې د نړيوال د اقتصادي پرځېدا مخه ونيسي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-21 12:09:12

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې دورې ملي کميټې د درېيمې غونډې په مطبوعاتي مرکز کې د مې د شلمې نيټې له غرمې وروسته يوه مطبوعاتي غونډه تر سره شوه. د دغې غونډې مطبوعاتي وياند ګو وې مين وويل چې چين د کوويد-۱۹ وبا په وړاندې پر وخت يو لړ تګلارې او تدبيرونه صادر کړي چې د اقتصاد او ټولنې پرمختګ عمومي حالت ثبات يې ساتلی دی.

د کوويد-۱۹ وبا د چين اقتصاد سخت اغيزمن کړی چې د روان کال په لومړۍ ربع کې د توليد عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله شپږ اعشاريه اته کم شوی. ګو وې مين وويل چې د روان کال په لومړۍ ربع کې د توليد عمومي ارزښت ګراف په څرګنده توګه ټيټ شوی او د اقتصادي پرځېدا فشارونه زيات شوي دي. اوسمهال په نړۍ کې د کوويد-۱۹ وبا د پر له پسي خپرېدو په حال کې ده يا نا څرګند او نا ثابت لاملونه زيات دي، نو ځکه د چين اقتصاد له نويوو ستونزو او ننګونو سره مخ دی. د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټه او دولتي شورا پر وخت د ستونزو کمولو لپاره يو لړ تګلارې او تدبيرونه صادر کړي چې په دقيق ډول په ستونزمن وخت کې له منځنيو او کوچنيو تصديو سره مرسته کوي. د چين اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په عمومي ډول د ثابت پرمختګ په حال کې دی او له دې څخه څرګنديږي چې د چين اقتصاد د پچيلو او مشکلو حالاتو په وخت کې د لويې پيمانې اقتصاد ښيګڼې ښودلي دي.

ګو وې مين وويل چې د کوويد-۱۹ وبا له رامنځته کېدو راهيسې د اقتصاد، کرهنې او صعنت او سوداګرۍ په ټولنو کې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړو د پولي بازار د اصلاحاتو، د منځنيو او کوچنيو تصديو د پرمختګ تامينولو او د ډيجيټلي اقتصاد د پرمختګ په چارو کې زيات مشخص تدبيرونه وړاندي کړي چې زيات شمېر د حکومت لخوا منل شوي دي. خو د کوويد-۱۹ وبا پر نړيوال اقتصاد هم سختې اغيزې کړې، په دې حال کې د نړيوال کيدو برعکس نظريې رامنځته شوې. په دې هکله ګو وې مين وويل چې په زياتو هېوادونو کې د کوويد-۱۹ وبا خپرېدل په حقيقت کې د ټولې نړۍ صنعتي چارو او د مالونو برابرولو ځينځير ته زيانونه رسولي او رسوي يي. دا درک کړې چې د نړيوال کيدو برعکس نظريې رامنځته شوې. ځينو کسانو ويلي چې په نورو هېوادونو کې خپلې ميشتې تصدۍ به خپل هېواد ته بير ته انتقال کړي او غواړي چې هېواد يې له چين سره اقتصادي اړيکې پرې کړي. خو د اکثرو هېوادونو مشرانو او نړيوالو افکارو غوښتنه کړې چې بېلا بېل هېوادونه بايد يووالی پياوړی کړي او د نړيوالو صنعتي چارو او د مالونو برابرولو ځينځير وساتي. په وروستۍ موده کې د ځينو مسلکي څانګو د څيړنو له مخې زيات شمېر بين المللي تصدۍ نه غواړي چې د چين په شمول له نورو هېوادونو څخه بير ته لاړ شي او نوې تصدۍ هېله لري چې په چين کې پانګونه وکړي او په اقتصادي او تجارتي ساحه کې ورسره همکارۍ وکړي.

ګو وې مين په دې هکله وويل چې زموږ په اند له چين سره د اقتصادي اړيکې پري کول يوه ښه طريقه نه ده. موږ بايد په ټوله نړۍ کې د صنعتي چارو ځنځير او د مالونو برابرولو ځنځير شتون وساتي، هغه ځنځير چې جوړېدوې، ډېر کارونه وخت نيولي او ثابت دی او يو له بل سره ټينګې اړيکې لري. بېلا بېل هېوادونه بايد اتحاد او يووالی وساتي، همکارۍ دې پياوړې کړي، د همغږو تګلارو دريځ دې تنظيم کړي، د نړيوال ځينځير لاين دې تامين کړي او د مالونو برابرولو ځينځير دې ثابت وساتي تر څو د نړيوال اقتصاد د پرځېدا مخه ونيسي. بېلا بېل هېوادونه بايد سره جلا نه کړي او د کوويد-۱۹ وبا مسئله دې نه سياسي کيږي چې يو پر بل دې تور ونه لګول شي.

ګو وې مين پر دې ټينګار وکړ چې چين د څو اړخيزم وړانديز کوي او هېله لري چې د ټولې نړۍ د ازاده سوداګري او پانګونې پرمختګ وکړي، له يو اړخيزم او د سوداګرۍ ساتنې غوښتنې سره مخالفت کوي. چين به د ټولنې نړۍ د صنعتي چارو په ځينځير کې مهم رول ولوبوي او لا ښه اغيزمن خدمتونه به تر سره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای