CRI Online

د کوويد-۱۹ لومړۍ پيښه په کوم ځای کې پيدا شوه؟

cri     (GMT+08:00) 2020-05-21 12:38:11

د نړيوالو رسنيو هغه وخت د کوويد-۱۹ وبا خپرېدو ته پام شو چې د چين په وو هان ښار کې ناروغان تشخيص شول. خو دا په حقيقت کې په وو هان ښار کې يوازې د لومړي ناروغ تشخيص و، پوښتنه دا ده چې په دغه ويروس لومړی اخته ناروغ په کوم ځای کې دی؟ په وروستيو ورځو کې دا پيدا شوی چې د نړۍ په ځينو هېوادونو کې په دغه ويروس لومړی اخته ناروغ په وو هان ښار کې له لومړی تشخيص شوي ناروغ مخکې رامنځته شوی. نو دغه وبا څه وخت په کوم ځای کې خپره شوه؟

د امريکا د شمالي کلفورنيا ايالت د سانتا کلارا ولسوالۍ د عامې روغتيا څانګې هغه پيښه راپور کړه چې په دغه ځای کې تر ټولو وختي د روان کال د فبرورۍ په شپږمه نېټه د کوويد-۱۹ ناروغ مړ شو. د سانتا کلار د روغتيا ادارې مشر وويل چې د کوويد-۱۹ ويروس په جنورۍ مياشت کې د سان فرانسيسکو په خليج سيمه کې خپور شوی دی. ځکه چې په هغه وخت کې د انفلونزا ناروغان زيات و، نو ځيني ناروغان چې د کوويد-۱۹ له امله مړه شول، ښايي چې د غلطي پيژندنې له مخې فکر کېدو چې د انفلونزا له امله مړه شول.

د فرانسي په پاريس کې يو کب پلورونکی په يو روغتون کې د ټبې، د تنفوس ستونزې له امله په روغتون کې بستر شو چې وروسته ثابته شوه د کوويد -۱۹ ويروس لري. دغه پيښه د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په اووه ويشتمه نېټه رامنځته شوه. خو په فرانسې کې امکان شته چې د کوويد-۱۹ لومړې پيښه لا مخکې پيدا شوې. د فرانسې په ختيځ کې د کولمار ښار په يو روغتون کې د تېر کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د روان کال د اپريل تر ۳۰مې نيټې پورې د سږو ناروغۍ معلومولو لپاره ناروغان سي ټي سکن شوي او د څيړنې له مخې تر ټولو وختي پيښه چې د کوويد-۱۹ ځانګړتيا درلوده، د تېر کال د نومبر په شپاړسمه نېټه رامنځته شوې ده.

په نومبر مياشت کې د امريکا د بيلويلي ښاروال ميلهام ناروغ شو او په دې وروستيو ورځو کې يې د خپل ېناروغۍ حالت اعلان کړ چې د کوويد-۱۹ له حالت سره يو شان و او د دغه ويروس د څارنې په وخت کې يې مثبته نتيجه تر لاسه کړه. هغه اټکل کړی چې په امريکا کې ډېر مخکې دغې ناروغۍ شتون درلوده.

نو د کوويد-۱۹ ويروس څه وخت رامنځته شوی؟ لومړۍ پيښه په کوم ځای کې رامنځته شوې؟ دغه پوښتنې بايد په علمي ډول ځواب شي. ښايي چې ځواب پيدا نه شی. خو د دغې نتيجې پيدا کولو مخکې بايد د ټولې نړۍ خلک يو لاس شي او له دغه وبا سره ګډه مبارزه وکړي، دا د وبا په وړاندې زموږ يوازينې سمه ټاکنه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای