CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې کلنۍ غونډه په بېجينګ کې پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2020-05-21 16:10:01

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې کلنۍ غونډه د می په ۲۱مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه. په دې غونډه کې د شي جين پينګ په مشرۍ د چين د کمونېست ګوند او حکومت مشران برخه لري، دغه کنفرانس په چين کې د سياسي مشورې تر ټولو د لوړې کچې ارګان دی،

د دغه کنفرانس د ملي کمېټې کلنۍ غونډه له ۱۹۸۸ کال راهيسې هر کال د مارچ په ۳مه نېټه پرانيستل کېږي. خو سږ کال د کوويد-۱۹ ناروغۍ له امله دغه غونډه می مياشتې ته وځنډول شوه. د شي جين پينګ په شمول د چين مشرانو او د دې غونډې ګډونوالو غړو لومړی له يادې ناروغۍ سره په مقابله کې د قرباني شويو په احترام د چوپتيا مراسم ترسره کړل.

دغه غونډه به اوه ورځې دوام ولري. د چين د بېلا بېلو سياسي ګوندونو، قومونو او ټولنو څه باندې ۲۰۰۰ تنه غړي به د دې کنفرانس د دايمي کمېټې کاري راپور وڅاري، د حکومت کاري راپور به واوري، په دې اړه به بحثونه وکړي او د هېواد د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په اړه به خپل وړانديزونه وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای