م م د مۍ ۲۱ مه نېټه د چای نړيواله ورځ وعلان کړه . نن د مۍ ۲۱ مه نېټه او د چای نړيواله ورځ ده. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چای د نړيوالې ورځې په مناسبت يو لړ فعاليتونو او غونډو ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.
شي جين پينګ په دغه پيغام کې ويلي چې د چای اصلی سرچينه چين دی او اوس په نړۍ کې ډېر مروج دی. م م د چای نړيواله ورځ وټاکله، له دې څرګندېږي چې نړيواله ټولنه د چای ارزښت ته ډېره پاملرنه کوي او دا د چای چارو او کلتور د پياوړتيا لپاره ډېر مهم دی.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |