نړۍ هر کال د چين د دوو ملي مجلسونو د کلنيو غونډو له لارې د دې هېواد د مهمو تګلارو په اړه مالومات تر لاسه کوي. په دې حال کې چې کوويد-۱۹ ناروغۍ په ګرده نړۍ کې خپره شوې او بېلا بېل ناثابت عوامل زيات شوي، ايا چين به په ټاکلي وخت د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ سږنۍ موخه تر لاسه کړي؟ دا د سږ کال د چين په يادو دوو غونډو کې ډېره د پاملرنې وړ موضوع ده.
دا يو واقعيت دی چې چين د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ سږنيو موخو ته د رسېدو په اړه پوره باور، شرايط او توان لري. د چين کمونېست ګوند تل د بېوزلۍ له منځه وړلو ته لومړيتوب ورکړی دی. د چين حکومت په دې بهير کې يو لړ اغېزناک تدبيرونه نيولي دی، مثلاً د کوويد-۱۹ ناروغۍ د وقايې او کنټرول کارونو د ترسره کېدو تر څنګ يې د توليدي چارو له ګام په ګام عادي کېدو څخه ملاتړ کړی دی. د دې ناروغۍ پر وړاندې د بېوزلو کسانو د کار او استخدام ضمانت په چين کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو مهمه برخه ده. د چين حکومت د اړوندو تګلارو په رڼا کې پر دندو د بېوزلو کسانو د ګومارلو سږنی انډول د تېر کال د عمومي شمېر 95.4 سلنه نيسي. برسيره پر دې، مصرف او لګښت د بېوزلۍ د له منځه وړلو نوې موثره لاره او شکل ګرځېدلی دی.
د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين لخوا تر لاسه شوي برياليتوبونه د ليدو وړ دي. د نړيوال بانک د يوې شمېرنې له مخې، د چين دغه برياليتوبونه په نړۍ کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په کارونو کې څه باندې 70 فيصده نيسي. د بريتانيا د لنډن شاهي کالج د چين د څېړنيزې ادارې مشر کيري براون وويل، د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه د چين موخه به ژر عملي شي او په دې بهير کې به چين له نړۍ سره يوه عادلانه اوټول شموله، دوامداره پرمختګ او ګډې ګټې لرونکې ټولنه جوړه کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |