CRI Online

مايک پمپيو به امريکا ته زيانونه ورسوي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-21 19:54:46

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو څو ورځې مخکې د تايوان سيمه ييزې مشرې څای ينګ ون ته مبارکي وويله او هغه يې د تايوان ولسمشره وبلله. دا له لسګونو کلونو راهيسې لومړی ځل دی چې د امريکا خارجه وزير په علني توګه د تايوان سيمه ييز مشر ته په داسې شکل مبارکي وويله. د پمپيو دغه عجيبه کړنه د يو چين پېژندنې له اصولو څخه او د چين او امريکا د دريو ګډو اعلاميو له مقرراتو څخه سرغړونه ده، او د چين پر وړاندې عامه لمسونکي عمل هم دی.

له اوږدې مودې راهيسې له چين څخه د تايوان جلا کېدونکې غوښتنه تل د چين پرمختګ د مخنيوي لپاره د امريکا د ځينو سياسيتوالو لوبه ګرځېدلې ده. په داسې حال کې چې په امريکا کې د کوويد-۱۹ ناروغۍ په ګړندۍ توګه خپرېږي او د دې ناروغۍ کنټرول د ناکامۍ پړه پر نورو اچوي او د امريکا کړه وړه هېڅ اغېزه نه لري او سياستوال يې ورته پاملرنه نه کوي، خو د پمپيو په شمول د امريکا ځينو سياستوالو يو ځل بيا د تايوان وسيله وکاروله. هغه له ټولو هېوادونو څخه وغوښتل چې د روغتيا نړيوال سازمان په اسامبلۍ کې د څارونکي په توګه د ګډون لپاره له تايوان څخه ملاتړ وکړي، په تايوان سيمه کې د يادې ناروغۍ د کنټرول حالت يې وستايل، د تايوان مشرې ته يې مبارکي هم وويله او هغه يې ولسمشره وبلله. د ده دغه شان کړنې د چين لخوا يې سخت مخالفت کېږي.

دا يو واقعيت دی چې پمپيو په دې اړه هم مالومات لري چې د يو چين پېژندنې اصول چلينج کول به هرومرو ناکامېږي او د ده دغه شان کړنې به يوازې امريکا ته زيانونه ورسوي. چين ترې غوښتنه کوي چې بايد سمدلاسه دغه شان عجيب عملونه ختم کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای