CRI Online

چين تر خپلې وسې پورې له کوويد۱۹ ويروس سره د مقابلې په برخه کې له نورو هېوادونو سره همکارۍ کړی

cri     (GMT+08:00) 2020-05-22 09:15:24

په امريکا کې د کوويد ۱۹ ويروس د ساري ناروغۍ په سختوالي سره د دې هېواد د پارلمان ځينو غړو د چين په اړه ځينۍ قانوني مسودې وړاندې کړې. د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د درېيمې غونډې وياند جانګ يي سوي د مې د ۲۱مې نيټې په شپه په يوه خبري ناسته کې وويل چې چين هېڅ تور نه مني.

هغه وويل چې په دغو قانوني مسودو کې پر چين لګېدلي تور بې بنسټه دي او د نړيوالو قوانينو او اړيکو له اصولو څخه سرغړونه ده. مونږ له دغو مسودو سره ټينګ مخالفت کوو او د دغو مسودو د سنجش له حالاتو سره سم به دې ته ځوابونه ور کړو.د ياد ويروس له رامنځته کېدو راهيسې د چين حکومت د جدي اقداماتو په نيولو سره دغه ساري ناروغي کنټرول کړې او د خلکو خونديتوب او روغتيا يې ساتلې ده. چين په شفافه او مسؤلانه رويې سره پر وخت د روغتيا نړيوال سازمان او نورو هېوادونو ته د دې ناروغۍ په اړه معلومات وړاندې کړي او تر خپلې وسې پورې يې په دې برخه کې له نورو هېوادونو سره همکارۍ کړې چې هڅې يې د نړيوالې ټولنې له خوا ستايل کيږي. دا حقيقت دی، نو مونږ په دې برخه کې هېڅ تور نه منو.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای