CRI Online

د چين او امريکا ترمنځ اړيکې په مهم پړاو کې دي او همکارۍ د دواړو خواوو لپاره يوازيني سم غوراوی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-05-22 09:18:03

د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د درېيمې غونډې وياند جانګ يي سوي د مې په ۲۱مه د دې غوندې په اړه يوه خبري ناسته کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځوابونو کې وويل چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې په مهم پړاو کې دي. له تاريخي تجربو څخه ښکاري چې که دواړه هېوادونه يو له بل سره همکارۍ وکړي،نو ترې به ګټې واخلي،که نه دواړو خواوو ته به زيانونه ورسوي. نو همکارۍ د چين او امريکا لپاره يوازينی سم غوراوی دی.

نوموړي وويل چې چين په نړۍ کې تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد او امريکا تر ټولو لوی پرمختللي هېواد بلل کيږي.په نړۍ کې د دوو لويو اقتصادي ډلو په توګه د چين او امريکا ترمنځ سوداګريزې اړيکې نژدې او تګ راتګ يې زيات شوی، نو دواړه هېوادونه ډېرې ګډې ګټې لري. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو ثبات او پرمختګ نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو له بنسټيزو ګټو بلکې د نړيوالې ټولنې له ګډې هيلې سره سمون لري.نو هيله لرو چې امريکا له چين سره په يو لوري ګامونه پورته کړي او په ګډه د دواړو هېوادونو مهمې او ګډې نظريې پلې کړي تر څو دوه اړخيزې اړيکې په سم لوري پرمختګ وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای