CRI Online

په افغانستان کې د چين سفارت کابل ولايت ته خوراکي مواد ورکړل

cri     (GMT+08:00) 2020-05-22 10:06:28

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د چين سفارت د می په ۲۱مه نېټه کابل ولايت ته خوراکي مواد ورکړي چې له ځايي خلکو سره مرسته وکړي.

د خوراکي موادو د ورکولو مراسم په سفارت کې ترسره شول، د کابل والي محمديعقوب حيدري او د چين سفير وانګ يو په دغو مراسمو کې ګډون کړی و.

سفير وانګ يو وويل، چين به په راتلونکو دوو کلونو کې د دوو ميليارډو ډالرو په ارزښت نړيوالې مرستې برابرې کړي چې د کوويد-۱۹ ځپلي هېوادونو څخه ملاتړ وشي، په تېره بيا د ياد ويروس پر وړاندې د افغانستان په شمول د پرمختيايي هېوادونو له مبارزې او د اقتصاد او ټولنې پرمختګ يې له عادي کېدو څخه ملاتړ وشي.

ښاغلي حيدري د چين له سفارت څخه مننه څرګنده کړه او و يې ويل چې افغانستان غواړي د ياد ويروس ضد مبارزه کې له چين سره همکارۍ لا نورې ژورې کړي او د چين ګټورې تجربې زده کړي چې افغانان به په نږدې وخت کې دغه ستونزه حل کړي.

په دغو خوراکي موادو کې غوړ او وريجې شاملې دي. دا په افغانستان کې د کوويد-۱۹ ناروغۍ تر خپرېدو وروسته چين د څلورم ځل لپاره له افغانانو سره مرستې وکړې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای