د چين د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډه نن (د مې ۲۲ مه) په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د دغې غونډې په پرانيستونکو مرامسو کې د چين دولت رئيس شي جين پينګ په شمول مشران او 2897 استازي ګډون لري.
د چين ملي ولسي کانګرس د دغه هېواد تر ټولو قدرتمند ملي ارګان دی. پخوا به هرکال د دغه ارګان کلنۍ غونډه په مارچ کې ترسره کېده، خو سږکال د کرونا وبا له امله په لومړي ځل مې مياشتې ته وځنډېده. د سږنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ټولو ګډونوالو تر هرڅه لومړی د کرونا وبا له امله د قربانيانو په مناسبت د څه وخت لپاره چوپتيا غوره کړه.
دغې غونډې ته صدراعظم لي که چيانګ د حکومت د تېر کال کاري رپوټ کوي او د روان کال د کارونو په اړه وړانديزونه کوي.
چين د نړۍ دوېم لوی اقتصادي طاقت دی، په دغه غونډه کې به چين د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې او د خپلو ټاکلو موخو د پوره کولو لپاره څه مهمې پرېکړې وکړي، دا د نړيوالو لپاره ډېر د پاملرنې وړ دی.
برسيره پردې په دغه غونډه کې به هم د چين د لومړي مدني قانون مسوده او د ملي امنيت د ساتلو په برخه کې به د هانګ کانګ سيمې د اړوندو قوانينو او د هغه د تطبيق ميکانيزم د بشپړولو په اړه پرېکړه ليک وسنجول شي.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |