د چين حکومت د مې په ۲۲مه نېټه د ملي ولسي کانګرس ته د حکومت کاري راپور وړاندې کړ او د دې راپور سره سم به سږ کال چين په پر له پسې ډول د مالياتو د کمولو او د لګښتونو د ټيټولو پلان پياوړی کړي، پړاويزې تګلارې به پياوړې کړي او دغه پاليسۍ او تګلارې به له سيستاتيکو تدبيرونو سره ونښلوي، څو بازاري عناصر له ستونزو څخه ځان وژغوري. د وړاندوينو سره سمبه ښايي سږ کال د چين پر شرکتونو باندې د ۲۵۰۰مليارډو يوانو په ارزښت فشار کم شي، دا د کوچنيو او منځنيو شرکتونو او د شخصي تصديو او دوکانونو خاوندانو لپاره ډېر لازم دي. په عين وخت کې، د شرکتونو لخوا د لګښتونو ټيټوالي او د مالي ملاتړ د پياوړتيا په اړه هم کارونه روان دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |