CRI Online

جانګ يې سوی:د چين دفاعي لګښت معقول دی او د لګولو معلومات يې شفافيت لري

cri     (GMT+08:00) 2020-05-22 10:42:30

د چين د ديارلسمې ملي ولسي کانګرس د درېيمې غونډې وياند جانګ يه سوی د مې د ۲۱ مې نېټې په شپه د دغې غونډې په مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د چين دفاعي لګښت معقول او محدود دی.

نوموړي وويل چې چين دفاعي پاليسي غوره کوي او دفاعي لګښت يې د کورني توليدپه عمومي ارزښت کې يوه معقوله او محدوده برخه نيسي چې له ډېرو کلونو راهيسې شاوخوا ٪1.3 ساتل شوې او د نړۍ تر منځنۍ سويې چې ٪2.6 ښودل شوې، نو دا لګشت ډېر کم دی او د نړۍ د تر ټولو ډېر پوځي لګښت لګوونکي هېواد په پرتله يوازې د هغه د دفاعي لګښت له يوې پر څلورمې برخې سره برابر دی.

ښاغلي جانګ پر دې ټينګار وکړ چې د چين د بودجې قانون له مخې، هر کال دفاعي بودجه بايد د ملي ولسي کانګرس لخوا چک او منظور شي. چين له ۲۰۰۷ کال څخه هر کال م م ته د خپل پوځي لګښت راپور وړاندې کوي او د لګښت معلومات يې شفافيت لري.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای