CRI Online

چين به په روان کال کې د نسبتاً هراړخيزې شتمنې ټولنې د جوړولو لپاره ډېر کوښښونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-22 10:43:34
چين به په روان کال کې د نسبتاً هراړخيزې شتمنې ټولنې د جوړولو لپاره ډېر کوښښونه وکړي

د چين حکومت به په روان کال کې د خلکو د کار او استخدام ته لومړيتوب ورکړي، د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې به برياليتوب ومومي او د نسبتاً هراړخيزې شتمنې ټولنې د جوړولو موخې ته د رسېدو لپاره به تر وسې پورې کوښښونه وکړي.

د مۍ په ۲۲مه نېټه د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې په کلنۍ غونډه کې په حکومتي کاري راپور کې دا موخه ټاکل شوې چې سږ کال به په ښارونو او ولسواليو کې پر دندو د تازه ګومارل شويو کسانو شمېر نهه ميليونه وي او د بې کارۍ انډول به تر ۶ سلنې پورې کنترول شي.

د کوويد-۱۹ ناروغۍ تر منفي اغېزې لاندې د چين پرمختګ له ډېرو ناثابتو عواملو سره مخ دی، نو په ياد راپور کې د ۲۰۲۰ کال لپاره د اقتصادي پرمختګ د زياتوالي مشخصه موخه نه ده وړاندې شوې، خو پکې پر دې ټينګار شوی چې اقتصادي روانېدل له عمومي حالاتو سره تړاو لري، موږ بايد له ننګونو سره د مقابلې او د اقتصادي پرمختګ د ساتنې لپاره د اصلاحاتو او ورخلاصون نظر په نيولو سره يوه اغېزمنه لاره ولټوو. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای