د می په ۲۲مه نېټه د چين د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډې ته وړاندې شوي د حکومت کاري راپور کې ليکل شوي چې چين به د حکومتي تصديو د اصلاحاتو لپاره درې کلني عمليات ترسره کړي. د دغو عملياتو موخه د حکومتي سرمايو د څارنې سيستم بشپړتيا او د توليدي وسايلو مالکيت په اړه د بېلا بېلو نظامونو يا سيستمونو د اصلاحاتو ژورتيا ده. حکومتي تصدۍ بايد د بازاري معاملې ميکانيزم بشپړ کړي او د خپلې سيالۍ توان دې لوړ کړي.
په دې راپور کې پر دې ټينګار شوی چې بايد د شخصي تصديو د پرمختګ لپاره يوه ښه زمينه جوړه شي، بايد دا ضمانت وشي چې شخصي تصدۍ په عادلانه توګه توليدي وسايل تر لاسه کړي او له اړوندو تګلارو څخه ګټې واخلي. په دې توګه به د غيرحکومتي اقتصاد سالم پرمختګ وهڅول شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |