CRI Online

چين به د عامې روغتيا سيستم د اصلاح کار پياوړی کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-22 11:03:35

د چين صدراعظم لي که چيانګ د مې په ۲۲مه نېټه وويل، چين به د عامې روغتيا سيستم د اصلاح کار پياوړی کړي، د خلکو ژوند ته به تر هرڅه ډېر اهميت ورکړي، د ناروغيو د وقايۍ او کنټرول سيستم به اصلاح کړي، د ساري ناروغيو د خبرداري ورکولو او پېشبينۍ سيستم به بشپړ کړي، پر وخت او په علني او شفاف ډول به د ناروغيو مالومات خپروي، د ناروغيو پر ضد به د واکسين، درملو او بيړني کشف تخنيک لپاره څېړنيز لګښتونه زيات کړي او د بيړنيو توکو د تضمين سيستم به پياوړی کړي.

هغه زياته کړه چې چين به د بنسټيزو طبي خدماتو سويه لوړه کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای