CRI Online

چين به په روان کال کې د ايکولوژيکي چاپېريال د ساتنې او ترميم پروژې ترسره کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-22 11:04:14
چين به په روان کال کې د ايکولوژيکي چاپېريال د ساتنې او ترميم پروژې ترسره کړي

د مۍ په ۲۲مه نېټه د چين د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډې ته په وړاندې شوي حکومتي کاري راپور کې ليکل شوي چې د چين حکومت به په روان کال کې د پاک اسمان، اوبو او خاورې د ساتنې لپاره ډېر کوښښونه وکړي، د ايکولوژيکي چاپېريال د ښه کېدو ساتنې او ترميم لپاره به مهمې پروژې ترسره کړي .

په دې راپور کې دې ته اشاره شوې چې بايد په قانوني او علمي توګه ککړتياوې کنټرول شي، د هغو چارو پرمختګ دې وهڅول شي چې انرژۍ سپموي او چاپېريال ساتي. برسيره پر دې، د وحشي حيواناتو د نيولو، وژلو او معاملو کړنې دې په جدي توګه منع شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای