د چين صدراعظم لي که چيانګ د مې په ۲۲مه نېټه وويل، سږ کال به حکومت اغېزمنې پانګونې زياتې کړي، د بېلا بېلو ځايونو لپاره به د ۳۷۵۰ مليارډو يوانو په ارزښت ځانګړې ضمانت پاڼې برابرې کړي، د مرکزي بودجې په چوکاټ کې به د ۶۰۰ مليارډو يوانو په ارزښت پانګونې ولګوي، د نوي ډول بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو، د مالوماتو شريکولو د نوې شبکې د پرمختګ او د 5G تخنيک د پراخېدو اړوند کارونه به پياوړی کړي. برسيره پر دې، د نوي ډول ښارګوټو د جوړولو، په ولسوالو کې د عامو تاسيساتو او خدمتي توان د لوړتيا او د ترافيک، اوبو لګولو لويو پروژو د پرمخ بيولو کارونه به هم چټک شي، د پټليو جوړولو لګښت به ۱۰۰ مليارډه يوانه زيات شي.
هغه زياته کړه چې د پانګې اچولو او د پيسو غونډولو بازاري پاليسۍ دې لا ښې او بشپړې شي، په دې برخه کې د شخصي شرکتونو ګډون کول د هرکلی وړ دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |