د چين صدراعظم د مې په ۲۲مه نېټه د حکومت په کاري راپور کې وويل، چين به د م م په مرکزيت نړيوال سيستم او د نړيوالو قوانينو پر بنسټ نړيوال نظام وساتي، د بشر د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو کار به پرمخ يوسي، په ټينګه به سوله ييزه انکشافي لاره وساتي او د ورخلاصون د پراخېدو او ژورتيا تر څنګ به له نورو هېوادونو سره همکارۍ پياوړې کړي. چين تل د نړيوالې سولې، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا د هڅونې په برخه کې مهم قوت دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |