د مې په ۲۲مه نېټه د حکومت په وړاندې شوي کاري راپور کې پر دې ټينګار وشو چې د چين مرکزي حکومت به په هراړخيز ډول د " يو هېواد، دوه نظامونه "، " د هانکانګيانو لخوا د هانکانګ سيمې ادارې"، " د مکاويانو لخوا د مکاو سيمې ادارې " تګلارې به عملي کړي، په خاصې اداري سيمو کې د دولتي امنيت د ساتنې په اړه به قوانين او عملي پاليسۍ جوړې او بشپړې کړي، د خاصې اداري سيمو دندې به چې په اساسي قانون کې ټاکل شوي، عملي کړي، د اقتصادي پرمختګ او د ژوندي سويې د لوړتيا لپاره به د خاصو اداري سيمو د کوښښونو ملاتړ وکړي، څو د هېواد د پرمختګ په لويه نقشه کې هانکانګ او مکاو ګډون وکړي او د دوو سيمو سمسورتيا او ثبات وساتل شي.
په دې راپور کې د تايوان په اړه د چين د لويې برخې په پاليسۍ هم ټينګار شوی چې له مخې يې دواړه خواوې بايد د سترې برخې او تايوان تر منځ د تبادلې او تګ راتګ د زياتوالي، د دواړو خواوو د ګډ پرمختګ ګام د چټکتيا، د تايوان د وطنوالو د ګټو د ساتنې په غرض د اړوندو تدبيرونو د تضمينولو، د وحدت د هڅونې او د ملي سمسورتيا د بيا رامنځته کېدو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |