د چين صدراعظم لي که چيانګ د مۍ په ۲۲مه نېټه وويل، چين به په روان کال کې په کور دننه د بهرنيو پانګو منفي ليست تر ډېرې اندازې پورې کم کړي، د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ په اړه به منفي ليست وټاکي او د ازادې سوداګرۍ ازمويښتي سيمو ته به د اصلاحاتو او ورخلاصون په برخه کې د لا زياتې اداري ازادۍ حقونه ورکړي.
هغه وويل چې بايد د های نان ولايت د ازادې سوداګرۍ بندر جوړونه چټکه شي، د هېواد په منځنۍ او لوېديځ سيمو کې دې د ازادې سوداګرۍ نوې ازمويښتي سيمې جوړې شي. په عين وخت کې بايد تصدۍ وهڅول شي چې د ګډو ګټو پر بنسټ خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او په باکيفيته او ګډه توګه يو کمربند او يوه لاره جوړه کړي.
صدراعظم لي که چيانګ وويل چين د سوداګرۍ څواړخيز ميکانيزم په کلکه ساتي او د سوداګرۍ نړيوال سازمان په اصلاحاتو کې يې فعال ګډون کړی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |