د چين صدراعظم لي که چيانګ د مې په ۲۲ مه نېټه د دغه هېواد د حکومت د کاري رپوټ د وړاندې کولو پرمهال وويل چې چين به په روان کال کې د جوړولو چارو او مخ پر ودې صنايعو ته زياته وده ورکړي، د جوړولو چارو په برخه کې به لازيات د منځنۍ او اوږدې مودې پورونه برابر کړي، نوري فايبر او د ځيرک تکنالوژۍ ته به پرمختګ ورکړي، له انټرنېټي شبکې څخه به په کار اخيستلو ډيجټلي اقتصاد پرمخ بوزي.
نوموړي همدارنګه زياته کړه چې چین به د علمي نوښت د پياوړتيا لپاره هڅه وکړي، د نړيوالو لابراتوارونو جوړونه به چټکه کړي، له نورو سره به ګډې علمي همکارۍ تقويه کړي او د مهمو علمي پروژو د بشپړولو لپاره به ساينس او کار پوهانو ته لازياتې اسانتياوې برابر کړي.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |