CRI Online

لي که چيانګ : چين به په ټول توان په روان کال کې بې وزلي په پوره توګه له منځه يوسي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-22 12:01:27

د چين صدراعظم لي که چيانګ د مې په ۲۲ مه نېټه د دغه هېواد د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډې ته د حکومت د کاري رپوټ د وړاندې کولو پر مهال وويل چې چين به په ټول توان په روان کال کې بې وزلي په پوره توګه له منځه يوسي، له پاتې شوو بې وزلو ولسواليو او کليو سره به زياتې مرستې وکړي، د استهلاک د هڅولو له لارې د بې وزلۍ د له منځه وړلو چارې پرمخ يوسي،له اړوندو صنايعو د بيا سمسورتيا څخه به زيات ملاتړ وکړي، نويو سيمو ته د بې وزلو کسانو له انتقال وروسته به له دوی سره مرستو ته دوام ورکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای