CRI Online

سږ کال به د چين اقتصاد د ثبات ساتنې پر بنسټ پرمختګ ومومي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-22 12:10:13

د چين صدراعظم لي که چيانګ د مۍ په ۲۲مه نېټه د ملي ولسي کانګرس د کلنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې حکومتي راپور وړاندې کړ. هغه په دې راپور کې وويل، چين په روان کال کې د اقتصادي پرمختګ د زياتوالي سرعت مشخصه موخه نه ده ټاکلې. څرنګه چې د کوويد-۱۹ ناروغۍ تر منفي اغېزې لاندې د چين اقتصادي پرمختګ له ډېرو ناثابتو عواملو سره مخ دی، نو په حکومتي راپور کې د ۲۰۲۰ کال لپاره د اقتصادي پرمختګ د زياتوالي مشخصه موخه نه ده وړاندې شوې. په دې توګه به بېلا بېلې خواوې د اقتصادي ثبات ساتلو په برخه کې ډېرې هڅې او کوښښونه وکړي، د اقتصادي ثبات ساتنې پر بنسټ به پرمختګ وموندل شي او د نسبتاً هراړخيزې شتمنې ټولنې د جوړولو لپاره به کلک بنسټ کېښودل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای