CRI Online

نړيواله ټولنه د چين د دوو ملي مجلسونو کلنيو غونډو ته پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-22 13:15:46

نړيواله ټولنه د چين د ملي مجلسونو کلنيو غونډو ته پاملرنه کوي. د ډېرو هېوادونو سياستوالو او کارپوهانو باور وښود چې په اوسني ځانګړي وخت کې د چين د ملي مجلسونو کلنيو غونډو تر سره کېدل به د دې هېواد د ديارلسم پنځه کلن پلان د پلي کولو او له کوويد ۱۹ ويروس سره د مقابلې لپاره لارپه ګوته کړي.

په دې وروستيو ورځو کې د نيپال د استازو جرګې مشر اګني پراسد ساپکوتا زمونږ له خبريال سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د کوويد ۱۹ ويروس د ساري ناروغۍ د خپرېدو له امله زمونږ نړۍ له نوي ننګونې سره مخ ده. چين له نورو هېوادونو نه مخکې له دې ننګونې سره مقابله کړې او په دې برخه کې يې د پړاوييزو لاسته راوړنو تر لاسه کولو وروسته له نورو هېوادونو سره مرستې کړې دي. د دې حالت پر وړاندې د چين د دوو ملي مجلسونو کلنۍ غونډې په نړۍ کې د پاملرنې وړ دي. هغه وويل، د چين د دوو ملي مجلسونو د کلنيو غونډو برخوال به د اړوندو قانوني مسودو او وړانديزونو په باب بحثونه وکړي. زه باور لرم چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په مشرۍ به دغه غونډې نه يوازې په برياليتوب سره تر سره شي بلکې د ګردې نړۍ لپاره لار په ګوته کړي. دغه کلنۍ غونډې به نه يوازې د سياسي برخې بلکې د اقتصادي برخې لپاره يوه مهمه مرحله وي .زه د زړه له کومې څخه هيله لرم چې د چين د دوو ملي مجلسونو کلنۍ غونډې کاميابې شي.

د پاکستان د علومو او تخنيکونو د دولتي پوهنتون د چين په اړه د څېړنيز مرکز مرستيال زمير عوان په دې اند دی چې د نړيوال اقتصادي پرمختګ د وروالي په حال کې د يادو کلنيو غونډو تر سره کېدل د چين او ان د نړۍ د اقتصادي بيا احيا لپاره ډېر مهم اهميت لري. هغه وويل،روان کال په چين کې د يوې نسبتأ شتمنې ټولنې د ابادۍ لپاره يو کليدي کال دی . که څه هم چين له ډول ډول ننګونو سره مخ دی، خو د چين حکومت د کوويد ۱۹ ويروس د ساري ناروغۍ تر کنټرول وروسته د بې وزلۍ له منځه وړلو ته په درنه سترګه ګوري او په غريبو سيمو کې يې د توليدي چارو د بيا پيل او د خلکو د ژوند د اعادې لپاره ډېر تدبيرونه نيولي تر څو هر غريب کس له بې وزلۍ څخه ووځي.نو زه باور لرم چې د چين حکومت هرومرو د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې بريالی شي او په هر اړخيزه توګه به يوه نسبتأ شتمنه ټولنه جوړه کړي.

د ايټاليا د ورېښمو د نوې لارې د هڅوونکې ټولنې مشر فرانسيسکو مالينجيو په دې نظر دی چې د چين د دوو ملي مجلسونو د کلنيو غونډو له پرانيستلو څخه څرګنديږي چې چين له کوويد ۱۹ ويروس سره په مبارزه کې پړاوييزې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي. د دغو غونډو پړېکړې او وړاندې کېدونکي معلومات به پر چين او نړۍ ستره اغيزه وکړي. هغه وويل، دغه غونډې د چين د تګلارو او پاليسيو په باب د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره ډېر مهم فرصت دی. روان کال يادې غونډې لا مهمې دي، ځکه چې د چين ځيني کارونه په يو مهم پړاو کې دي،نو ځکه به د دغو غونډو له کبله د کوويد ۱۹ ويروس تر خپرېدو وروسته د چين او ان د نړۍ راتلونکی وټاکل شي.سره بېره پردې زه په چين کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د اړوندې موخې تر سره کېدو او د مدني قانون جوړولو ته پاملرنه کوم.

د چين د دوو ملي مجلسونو کلنۍ غونډې د بهرنيو خبري رسنيو لپاره د پاملرنې وړ دي.د لاوس د دولتي راډيو مرستيال وويل چې دغه غونډې نه يوازې د چين بلکې د ګردې نړۍ لپاره ډېر مهم اهميت لري. هغه وويل، يادې غونډې د چين د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ لپاره او دغه راز په يو کال کې تر ټولو مهم کار هم دی. نو دغه غونډې نه يوازې د چين بلکې د ګردې نړۍ لپاره د اهميت وړ دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای