CRI Online

د چين د کرهنيزو او کليوالو چارو وزير هان چانګ فو: په چين کې به د غلو دانو بحران رامنځته نه شي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-22 16:48:40

د چين د کرهنيزو او کليوالو چارو وزير هان چانګ فو د مې په ۲۲مه نېټه د چين د ۱۳مې دورې د ملي ولسي کانګرس د ۳مې غوندې په اړه د وزيرانو د مرکې په لومړي فعاليت کې وويل، چې په تېرو پنځو کلونو کې د چين د غلو دانو کلني حاصلات له ۶۵۰ مليارډو کيلوګرامو څخه اوښتي او د هر تن پر سر د غلو دانو د لرلو اندازه د غلو دانو د امنيت له نړيوالې کرښې څخه ډېره زياته وه، نو په چين کې به د غلو دانو بحران رامنځته نه شي.

نوموړي زياته کړه چې د غلو دانو د توليد تامين او ضمانت به هيڅکله نرم نه شي. چين سږ کال د غلو دانو د حاصلاتو د تامينولو لپاره يو لړ ناعادي تدبيرونه نيولي او د کوويد-۱۹ وبا د وقايې تر څنګ پسرلني توليدات يې تامين کړي دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای