د چين د دولتي پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې مدير هه لي فنګ د مې په ۲۲مه نېټه د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د ۳مې غونډې په اړه له وزيرانو سره د مرکې په لومړي فعاليت کې وويل، که څه هم د کوويد -۱۹ وبا د چين پر اقتصاد باندې سترې منفي اغيزې لري، خو د چين د اقتصاد د بيا اعاده سرعت چټک دی. نوموړي وويل، چې له عمومي لحاظه، د اقتصادي فشارونو او اغيزو د منلو او د اقتصاد د بيااعاده کېدو په برخو کې د چين توان قوي دی. ځينې چارې، په تېره بيا د مهمو تصديو د توليد د بيا اعاده سرعت چټک دی او د توليداتو د زياتوالي انډول يې له لس سلنې څخه اوښتی دی. له دې څخه څرګندېږي چې چين د اوسنيو اقتصادي ستونزو د ليرې کولو توان او قوت لري. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |